زېلېنسکي له لوېدیځوالو غوښتې چې اجازه ورکړي په روسیه کې د شمالي کوریا ځواکونه په نښه کړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د دغه هېواد لوېدیځ متحدین باید کییف ته اجازه ورکړي، چې د روسیې په خاوره کې د شمالي کوریا ځواکونه په نښه کړي.
زېلېنسکي یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل، څو د روسیې په خاوره د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د بریدونو ممنوعیت لغوه کړي.
ولادیمیر زېلېنسکي د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له ادعاوو وروسته بیا ځلې پر خپلو متحدینو غږ وکړ، چې د دوی له خوا پر لېږل شویو پوځي تسلیحاتو شته محدودیتونه لغوه کړي و اجازه ورکړي، چې کیف د روسیې په خاروه کې د شمالي کوریا پر ځواکونو بریدونه وکړي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه: «ټول په تمه دي چې د شمالي کوریا ځواکونه پر اوکریني ځواکونو برید پیل کړي.»
زېلېنسکي په تلګرام کې د یوه پیغام په خپرولو سره د اوکراین محتدین په ځانګړي توګه امریکا، برېتانیا او المان د دې وضعیت پر نندارې تورن کړل.
له دې سره، د کیف لوړپوړي پوځي قومندان الکساندر سیرسکي بیا اعلان وکړ، چې اوکریني ځواکونه اوسمهال د روسیې د جګړو له پیل راهیسې د یوې پیاوړې جګړې د مهارولو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل: «د بریا تر ورځې پورې د خپلو روسي سیالانو ترڅنګ به په کلکه درېږو.»
چویه سون زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته رسېدلي دي.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ بیا اعلان وکړ، چې د شمالي کوریا کابو اته زره سرتېري د روسیې په کورسک سیمه کې مېشت شوي دي.
امریکایي چارواکو ویلي، چې دا ځواکونه به په نږدې ورځو کې له اوکریني پوځيانو سره د جګړو ډګر ته را ووځي.
د یادولو ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو له مېشتېدو وروسته د درېیمې نړۍوالې جګړې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، چې دغو جګړو کې د شمالي کوریا د ځواکونو ننوتل د درېیمې نړۍوالې جګړې د پیل لپاره د روسیې لومړی ګام دی.