په پښتونخوا کې د پاکستان پر پوځ په دوو بريدونو کې ۱۹ سرتېري ټپيان شول
د پښتونخوا په سويلي وزيرستان او لکي مروت کې په دوو جلا پېښو کې د یوه افسر په ګډون د پاکستان ۱۹ سرتېري ټپيان شوي دي.
سرچینې وايي، لکي مروت کې پوځیانو د یورانیم فابریکې ته روان و، چې برید پرې وشو.
د دې پېښې ټپیان میاولې روغتون ته وړل شوي دي.
د سويلي وزیرستان په سرویکي سیمه کې هم پر پاکستاني ځواکونو نن برید شوی چې پکې ۱۶ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کې د څلورو پوځیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه د پيښي مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم چارواکو د پيښي وروستي جزيات شریک کړي.
امنیتي ځواکونو په دواړو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.