سیاسي پلانونه یا احساسات او عواطف؛ امریکایان څه ته رایه ورکوي؟

د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د هیلري کلنټن د ماتې په اړه یو شمېر شنونکي وايي، چې د دې ماتې یو لامل د خپلو پلانونو په جزیاتو باندې د کلینټن ډېر تمرکز و، په داسې حال کې چې ټرمپ د جذابه او ساده شعارونو په ټاکلو سره د رای ورکوونکو سره احساسي او عاطفي اړیکه ټینګوله.

په ۲۰۱۶ کې، د ډونلډ ټرمپ په وړاندې د هیلري کلنټن ماته د ډېرو امریکایانو لپاره حیرانونکې وه. وړاندوینو ښودله چې مېرمن کلینټن به ګټونکې وي، خو داسې ونه شوه.

د هغې د ماتې د لامل په تحلیل کې یو ټکی د پام وړ و، کلنټن د ټاکنو د پلان د نه وړاندې کولو له امله نه، بلکې د ډېرو پلانونو د وړاندې کولو او د هغوی پر جزییاتو د ډېر تمرکز له امله ناکامه شوه.

کلینټن وروسته په خپل کتاب «هغه څه چې پېښ شول» کې دا ومنله، او دې پایلې ته ورسیده چې هغه د حل لارو په وړاندې کولو او د رایې ورکوونکو سره د عاطفي اړیکو ترمنځ د توازن په جوړولو کې پاتې راغلی وه.

دا توپیر د کامالا هرېس او ډونلډ ټرمپ تر منځ د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې څرګند دی.

شخصیت یا برنامې؛ خلک څه ته رای ورکوي؟

د جمهوري غوښتونکو ګوند په عموم ډول د پانګوالو او لوړې منځنۍ طبقې استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې د ډموکراټانو ګوند د کارګر طبقې او د امریکایي ټولنې د ټیټ عاید لرونکو برخې ملاتړی بلل کیږي. مګر په وروستیو کلونو کې، دې وضعیت تغییر کړی او د ډېرو کارګرانو او د منځنۍ طبقې غړو، جمهوري غوښتونکي ګوند ته مخه کړې. دغه بدلون ډموکراټیک ګوند ستراتیژیستان اندېښمن کړي دي.

د ډیموکراټانو بحثونو کې یوه مهمه موضوع دا ده چې دوی باید د بېلابېلو اقتصادي پلانونو وړاندې کولو، د کډوالۍ په پالیسیو کې سختۍ او وسلې لرلو کې انعطاف ته ډیره پاملرنه وکړي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې خلک چا ته رایه ورکوي؟

علمي موندنې ښیي، چې رای ورکوونکي د سیاستونو په پرتله د کاندیدانو شخصیت او ځانګړتیاوو ته ډېره رایه ورکوي. د ارواپوهنې او ادراکي علومو ځینې څیړونکي پدې باور دي چې "خلک هغه پروګرامونو او پالیسیو ته رای ورکوي چې د دوی د خوښې سیاستوال یې وړاندې کوي."

په کالفرونیا کې د برکلي پوهنتون استاد او په دې برخه کې څیړونکی ګابریل لنز، ټینګار کوي، چې د یو سیاسي پروګرام بریالیتوب په هغه کاندید پورې اړه لري چې دغه پروګرام وړاندې کوي. که پلان د یو محبوب سیاستوال له خوا وړاندې شي، احتمال شته چې د خلکو له هرکلي سره مخ شي، مګر که همدا پلان د یو نامحبوبه سیاستوال له خوا وړاندې شي ان که د لوړ کیفیت پلان هم وي، خلک ورته رایه نه ورکوي.

محبوب سیاستوال څنګه ټاکل کیږي

هغه څیړونکي چې د رای ورکوونکو انګیزې مطالعه کوي، په دې باور دي، چې د "محبوب سیاستوال" غوره کول د علمي معلوماتو پر اساس د احساس او عاطفي جنبه لري تر دې چې منطقي اړخ ولري. دا ټاکنه د سیاستوالو په چلند او کړنو او د رایې ورکوونکو له احساساتو او ټولنیزو ځانګړتیاوو سره د هغوی په مطابقت پورې اړه لري.

د ټرمپ ډېری پلویان هغه خپل ګڼي. ټرمپ ساده خبرې کوي او په کورنیو اندیښنو تمرکز کوي. دې کار ان د ټرمپ جنجالي قضیو لکه د هغه قضایي محکومیتونه او توکمپاله څرګندونو ته په کتو، د هغه پر محبوبیت کوم اغیز نه دی کړې.

امریکایی ارواپوه او لیکوال جوناتان هایټ چې د رایې ورکوونکو د هڅونې په اړه یې ډېرې څیړنې کړې دي، په دې باور دی چې خلک خپل سیاسي نظر او د خپلې خوښې سیاستوال د خپلو «قبایلي تړاونو پر اساس ټاکي، نه د پلانونو او پالیسیو د عقلانیت له مخکې.»

خلک سرمایه داره کسان خوښوي

کمالا هرېس په دې ورستیو کې خپلو ادبیاتو کې بدلون راوستی او هڅه کوي چې د خلکو د جلبولو لپاره پر ترمپ په تنده لهجه نیوکې وکړي. د مثال په توګه، هغې د لومړي ځل لپاره ټرمپ یو "فاشیست" وباله، یا هڅه یې وکړه، چې د بیانسه په څیر د هنرمندانو ترڅنګ ظاهره شي تر څو رای ورکوونکي جذب کړي. مګر داسې ښکاري چې هغه یو سخت کار په مخکې لري. که څه هم مېرمن هرېس له ډونلډ ټرمپ څخه ځوانه ده، خو په ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک کې د ټرمپ خبرې او چلند ډېر ځوانان جلبوي.

سربیره پردې ، لکه څنګه چې امریکایی لیکوال جاون ویلیامز وایي، ټرمپ د امریکایي کارګر طبقې په مینځ کې ځانګړی جذابیت لري، ځکه چې هغه یو بډای سړی دی، چې د خلکو د غولولو چلند په مخ وړي. ویلیامز وايي، چې "د کارګر طبقې امریکایان د شتمنو سره مینه لري، او دوی هغه خلک خوښوي چې خپله شتمني څرګندوي.»

له همدې امله، د امریکا د راتلونکو ټولټاکنو بریا تر زیاته کچه د کاندیدانو په وړتیاو پورې اړه لري چې تر کومې کچې له رایه ورکوونکو سره احساسي او عاطفي اړیکه ټینګولی شي. پلانونه او سیاستونه هم مهم دي، د خلکو احساسات او عواطف په سیاسي پرېکړو کې مهم رول لوبوي. هغه نوماند چې په دې احساساتو پو شي او ورته ځواب ووايي، د رای ورکوونکو د ملاتړ او باور د ګټلو ښه چانس لري.