ټي‌ټي‌پي: د روان کال د اکتوبر په میاشت کې مو ۲۸۴ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې په تېرې اکټوبر میاشت کې یې د ۲۲۰ بریدونو په ترڅ کې ۱۳۰ تنه پاکستاني ځواکونه وژلي او ۱۵۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې ډلې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویل شوي، چې په دغو بریدونو کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو څخه د وسلو او مهماتو د ولکه کولو تر څنګ ۱۱ تنه پوځیان ژوندي هم نیولي دي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، دوی دغه بریدونه په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې ترسره کړي چې زیاته برخه یې د خیبر پښتونخوا په بېلابیلو ولسوالیو کې شوي؛ خو د سویلي پنجاب په میانوالي کې یې هم د دوو بریدونو ادعا کړې ده.
په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو بڼې هم یادې شوې او زیاته شوې، چې دوی له لیزر، خرپ او ترپ، لاسي بمونو، ځوابي، هدفي، ځانمرګو او توغندیزو بریدونو کار اخیستی او له امله یې پوځي چوڼۍ، پولیس تاڼې او اېف سي ځواکونه په نښه شوي او دغو ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
دا رنګه په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دوی د امنیتي ځواکونو ګڼې ودانۍ، زغروال موټر، شوبلې، کمرې او نور وسایط هم ویجاړ کړي دي.
سره له دې چې تر دې مهاله د پاکستان امنیتي سرچېنو دغو ادعاو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په تېره میاشت کې د دغه هېواد له بېلابېلو برخو څخه د امنیتي پېښو خبرونه خپاره شوي چې مرګ ژوبله یې هم لرله.