سرچینې: بنو کې د پوځي عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او درې پوځیان ټپیان دي

له سیمې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په بکاخیلو کې د پاکستان پوځ ځمکني او هوايي عملیات روان دي، چې تر اوسه پورې دوه وسله وال وژل شوي او درې پوځیان ټپیان دي.

سیمه ییزو سرچینو نن چهارشنبه د (لړم نهمه نېټه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په بکاخيلو کې د پاکستان پوځ ځمکني او هوايي عملیات روان دي چې تر اوسه پورې دوه وسله وال په کې وژل شوي او د یوه میجر په ګډون درې تنه پوځيان ټپیان شويدي.
تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
سرچینې وايي، پاکستاني پوځ په دغه سیمه کې د حافظ ګلبهادر پر پټنځایونو عملیات کړي او په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.
ټي ټي پي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له سیمې ځايي خبریالان وايي، چې ښايي د پوځ زیان ډیر وي، خو لا په سیمه کې جګړه روان ده او کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې.