د روسيې د دفاع وزير مرستيال د پوځي اړيکو د پراخولو په موخه پاکستان ته سفر وکړ
یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې یوه لوړ پوړي پارلماني پلاوي پاکستان ته سفر وکړ، د دغه هېواد د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین هم اسلام اباد ته رسېدلی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په لیدنه کې د روسیې او پاکستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو غوښتنه وکړه.
د پاکستان پوځ تېره شپه ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سیمې د امنیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منير له روسيې سره د دفاعي اړيکو د پياوړتيا ژمنه وکړه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د الکساندر فومین له قوله لیکلي، چې هغه د پاکستاني وسله والو پر ضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی.
روسیې په دې وروستیو کې منلې چې د شمالي کوریا ځواکونه له اوکراین سره په جګړه کې له دغه هېواد سره مرسته کوي. تر دې مخکې ایران هم روسیې ته وسلې او پوځي بې پیلوټه الوتکې استولې وې.
د جنرال فومین سفر اسلام اباد ته د روسیې د پارلمان د مشر له سفر یوه ورځ وروسته کېږي. د روسیې پارلماني پلاوي د دغه هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر، د پارلمان له مشر او د کابینې د وزیرانو په ګډون د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له دغه هېواد سره یې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
د روسیې ملکي او پوځي پلاوي داسې مهال له پاکستاني لوري سره لیدنې کتنې کوي چې امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان د توغندیو پروګرام په تړاو پر یو شمېر شرکتونو بندیزونه لګولي دي.