حقاني کډوالو ته: د کوربه هېوادونو اصول او قوانینو ته درناوی وکړئ

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر افغان کډوالو ته ویلي: «د کوربه هېوادونو اصول او قوانینو ته درناوی وکړئ.» خلیل الرحمان حقاني دغه خبرې په لوګر ولایت کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د چین د بشري مرستو د وېش پرمهال وکړې.

نوموړي له افغان کډوالو غوښتي، چې د کوربه هېوادونو د اصولو او قوانینو د درناوي ترڅنګ دې له داسې کړنو هم ډډه وکړي، چې له امله یې نورو کډوالو ته ستونزې جوړېږي.
ښاغلي حقاني د نورو طالب چارواکو په څېر یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې په خپله خوښه دې بېرته هېواد ته ستانه شي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په یو شمېر هېوادونو کې افغان کډوال په تاوتریخوالو لاس پورې کوي او د دوی دغه چلند ان له ځینو هېوادونو څخه د افغانانو د شړلو لامل هم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي حقاني څو ورځې وړاندې ویلي و:« هغه افغانان چې د بهرنیانو له لوري د زده‌کړو او امنیت د نشتوالي په پلمه اروپا ته تللي؛ اوس هلته له ټولو انساني او بشري حقونو بې برخې شوي دي.»
نوموړي ادعا وکړه، چې په اروپا کې افغان کډوال د “څارویو” په څیر په کمپونو کې اوسیږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست لوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو غوښتي و، چې افغان کډوالو ته دې اجازه ورکړي څو په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي او په زور دې د دوی له اېستلو ډډه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د اروپا او امریکا په ګډون د سیمې هېوادونو ته په قانوني او غیر قانوني کډوال شوي دي.
ایران او پاکستان بیا هغه دوه هېوادونه دي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې افغانان په جبري توګه له دغه هېوادونو باسي او په ډېریو مواردو کې بیا له کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند هم کوي.
د ویلو ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا مخکې ویلي و، چې تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
د دغو کډوالو یوه لویه برخه ښځې او نجونې دي، چې په افغانستان کې د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې شوي دي.
د کډوالو بله برخه بیا د تېر حکومت عسکر او کارکوونکي دي، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې اړ شوي، چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.