پاکستاني رسنۍ: یوه میاشت کې له ۲۴ زرو زیات سندیان سپيو داړلي دي

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یوازې په تېرې سپټمبر میاشت کې له ۲۴ زرو زیات سندیان سپيو داړلي دي. ویل کیږي، یوازې په روان کال کې په دغه ایالت ۱۲ کسان د سپیو له داړلو وروسته مړه شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې په سند صوبه کې د سپیو د داړلو له امله ۱۲ کسان مړه شوي او تر ۲۲۶ زره زیات کسان د سپیو د داړلو له امله ټپیان شوي.
سند ایالت کې د سپیو داړلو د پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې مخه ونیسي.
دغې پاکستاني رسنۍ د سند ملکي روغتون د سپیو د داړلو د درملنې څانګې د مسوولې ډاکټرې رومانې له قوله ویلي، چې هره ورځ د سپیو د داړلو سلګونه پېښې ثبتېږي، چې ماشومان او بوډاګان یې د کم مقاومت له امله ډېر اغېزمن کېږي.
د معلوماتو له مخې په جنورۍ کې ۲۷ زره ۳۳۳، په فبرورۍ کې ۲۷ زره ۴۷۳ او په مارچ کې ۲۹ زره ۴۲۶ د سپیو د داړلو د پېښو راپورونه ورکړل شوی دي.
سږ کال په اپریل میاشت کې د سپو د داړلو ۲۵ زره ۵۱۴، په مئ میاشت کې ۲۵ زره ۳۱۱، په جون کې ۲۲ زره ۳۰۵، په جولای کې ۲۲ زره ۵۵۸، په اګسټ کې ۲۲ زره ۵۷۵ او په سپټمبر میاشت کې له ۲۴ زره زیاتې د سپیو د داړلو پېښې ثبتې شوې دي.
د ډاکترې رومانې فرحت په وينا، د سپيو تر داړلو وروسته ټپي شوی ځای بايد لږ تر لږه د ١٥ دقيقو لپاره په صابون او پاکو اوبو ومينځل شي او د ليونتوب ضد واکسين ورکړل شي او د واکسيناسيون کورس هم بايد بشپړ شي.