پاکستاني رسنۍ: د یوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله‌وال په بلوچستان کې وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د بلوچستان په لورلایي کې د بلوڅ بیلون پالو د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان امنیتي ادارو رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان یې په دوو جلا عملیاتو کې وژلي دي.

د پاکستاني امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې، چې له رسنیو سره یې شریک کړي، وايي تېره ورځ یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان په لورلایي کې د بلوڅ بیلون پالو د یوه قوماندان بشیر مینګايي په ګډون یې څلور وسله وال وژلي دي.
که څه هم د پاکستان پوځ په دې اړه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو رسنیو ته یې ویلي، چې تېره ورځ د بلوچستان په لورلايي کې د عملیاتو پر مهال د بلوڅ بیلتون پالو یو قوماندان وژل شوی، او د همدې صوبې په پښین کې د امنیتي ادارو په عملیاتو کې د دغې ډلې درې نور وسله وال وژل شوي دي.
پاکستان امنیتي ادارو په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي چې دغه دواړه عملیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي.
امنیتي ادارو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې بشير مينګاني په راره شام سيمه کې په هدفي وژنو کې لاس درلود چې په ترڅ کې يې د بيلابيلو بسونو د تالاشۍ پر مهال «٢٣ بې ګناه پنجابي مزدوران» وژل شوي وو.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان په ایالت کې امنیتي حالت تر پخوا زیات ترینګلی شوی او هلته د بلوڅ بیلتون پالو په نوم وسله واله ډله پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ډله ییز او ځانمرګي بریدونه کوي چې ډیری مهال په کې پاکستاني امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.