د خیبرپښتونخوا حکومت وايي، چې تېرا ته د ۲۰۴۱ کډوالو کورنیو د بېرته ستنولو پرېکړه یې کړې

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وايي، چې د تیرا درې د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کډوالې کورنۍ به راتلونکې اونۍ خپلې سیمې بېرته واستوي. دغه کډوال په ۲۰۱۳ کال کې له تیرا څخه د جګړو له امله خیبر ته راکډه شوي وو.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت نن چهارشنبه د (لړم دویمه نیټه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، صوبايي حکومت د تیرا له کډوالو سره له څو ځله خبرو اترو وروسته پرېکړه کړې چې په خیبر کې مېشتې ۲۰۴۱ کډوالې کورنۍ به راتلوونکې اونۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه بیرته خپلو سیمو ته استوي.
دغه کډوال چې د راجګال سیمې د اتو کلیو اوسیدونکي دي، ټول شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰ تنه کیږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په تېرا کې د منګل باغ په نامه د یوه قوماندان د وسله والې ډلې (لشکر اسلام) د کړنو او هلته د جګړې له امله راکډه شوي وو.
په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، چې له دغو کډوالو سره د کډوالۍ نړۍوالو سازمانونو وخت نا وخت مرستې کولې خو وايي، د پاکستان حکومت ورسره کړې ژمنې هم نه دي پوره کړې.
په ۱۱ اکتوبر په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې هم د خپلو پرېکړو په لړ کې غوښتنه کړې وه چې د پښتونخوا بې ځایه شوي کډوال دې خپلو سیمو ته بېرته واستول شي.
دغو کډوالو د تورخم ـ پېښور تر منځ لویه لاره په بیګاړي سيمه کې د ۶۵ ورځو لپاره په اعتراضي ډول تړلې وه او پرلت یې په کې وهلی و، چې وروسته ورسره د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور تر خبرو اترو وروسته یې تېره اونۍ بیرته خلاصه کړه.
دغه لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې تر نورو لارو ډیر سوداګریز توکي پرې وړل کیږي.

په خیبرپښتونخوا کې له جګړو څخه کډه شوي کډوال یوازې د تیرا نه بلکې د نورو قبايلي سيمو لکه باجوړ، شمالي او سوېلي وزيرستان څخه هم په زرګونو کډوال بیځایه شوي چې دا مهال د پښتونخوا په يو شمير سيمو لکه پېښور، بنو، ډېره اسماعیل خان او د افعانستان کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تیروي.