د خیبر پښتوخوا ایالتي اسمبلۍ د افغانستان د سوداګرۍ اړوند تړون تایید کړ

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ته د افغان سوداګرۍ په اړه وړاندې شوی تړون تایید شوی دی. دغه تړون د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د غړي ارباب عثمان له لوري د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې شوی و.

په یاد تړون کې ویل شوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري خورا مهمه ده او د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ګټې لري.
همدا رنګه د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ ته په وړاندي شوي تړون کې لیکل شوي، چې شته خنډونه به دواړو هېوادونو ته د مېلیونونو ډالرو زیان واړوي.
په یاد قراداد کې لیکل شوي، نورو هېوادونو ته د سوداګرۍ مرکزي لاره خیبر پښتونخوا ده او په کار ده چې په دغه ایالت کې سوداګریز نظام ښه شي او نورو هېوادونو ته د سوداګرۍ د پراخولو لپاره به د خیبر پښتونخوا لاس رسی اسانه شي.
د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ له لوري په تایید شوي تړون کې همدارنګه ویل شوي، چې دغه سوداګري به پر مرکزي حکومت د ایالتي حکومت انحصار کم کړي او د پاکستان حکومت دې له افغان حکومت سره په ګډه د سوداګرۍ د ښه والي لپاره لاس په کار شي.
که څه هم چې د خیبر پښتوخوا ایالتي اسمبلۍ له لوري له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه وړاندې شوی تړون تایید شوی؛ خو ډېر کله افغان سوداګر د پاکستان د حکومت له لوري د افغان سوداګرو پر مالو د لوړو مالیاتو وضعه کولو، لارو بندولو او نورو ستونزو په اړه سخت شکایتونه کوي.