پاکستاني رسنۍ: مردان کې د پولیسو مرکز ته نږدې دوه نرښځيان په چړو وژل شوي دي

پاکستاني رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د پولیسو مرکز ته څېرمه د دوو نرښځیانو مړي موندل شوي چې لومړی تېری پرې شوی او بیا وژل شوي دي. وايي، دغه پېښه نن سې شنبه د شپې په وروستیو کې شوې ده.

ځايي پولیسو رسنیو ته په لومړنیو معلوماتو کې ویلي، چې پر دغو دوو نرښځیان نن سې شنبه د (لړم لومړۍ) نېټه د شپې په وروستیو کې د ناڅرګندو کسانو له خوا جنسي تیري شوي او بیا په چړو وژل شوي.

د مردان د پولیسو ژغورونکې ډلې ویلي، چې د وژل شویو نرښځيانو مړي یې د عدلي طب معاینې لپاره روغتون ته لیږدولي او په دې برخه کې څېړنې کوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې یوه ډله نرښځيان په دغې سیمه کې واده ته ورغلي وو، چې د شپې په وروستیو کې بیرته خپلې سیمې ته روان وو، چې له دغې پېښې سره مخامخ شوي.

په پاکستان کې د ودونو په مراسمو کې خلک د نرښځيانو ډلې د خپلو خوښیو د رنګینولو لپاره په پیسو ګډا ته بیايي او ډیری مهال بیا له زور زیاتي سره هم مخ کیږي.

ځايي خلک وايي، د پېښې ځای ته ګڼ شمير پوليس رسيدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

تر اوسه پورې په پاکستان کې د بشري حقونو ادارو دغې پېښې ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم په پاکستان کې د نرښځيانو مدافع ټولنې د دغې پېښې په اړه څه ویلي.

تر دې وړاندې هم په پاکستان او په ځانګړي ډول پښتونخوا کې پر نرښځیانو خونړي بریدونه شوي چې یو زیات شمېر نرښځيان په کې وژل شوي او ډیرو یې له دې امله خپل هیواد پریښی دی.