‏منظور پښتین: د پاکستان پوځ په یوه برید کې د ماشومانو په ګډون تر ۱۵ زیات کسان ټپیان شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې تېره ورځ د پاکستان پوځ د خیبر تیرا درې په زخه‌خیلو پیر میله بازار د توغندي برید کړی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون له ۱۵ زیات کسان ټپیان شوي. د پاکستاني پوځ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سې شنبه د (لړم لومړۍ) نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د پاکستان پوځ د خیبر تیرا درې په زخه‌خیلو پیر میله بازار د توغندي برید کړی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون له ۱۵ زیات کسان ټپیان شوي.
هغه وايي، یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي.
منظور پښتین زیاتوي چې: «په پښتنو سیمو کې د پاکستان پوځ د جګړې د پالیسیو په پلي کولو کې له پرله پسې ناکامۍ وروسته پر عامه ځایونو بریدونه پیل کړي، خو اجازه نه ورکوو چې په پښتون وطن ډالري جګړې دوام وکړي.»
که څه هم منظور پښتین او د پي ټي ایم غورځنګ نورو غړو په تیرا کې پر ولسي خلکو دغه برید د بې پلوټه الوتکې هوايي برید بللی خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا هوايي او که ځمکنی توغندیز برید دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې په خیبر کې د ۱۱ م اکټوبر قومي جرګې تر کېدو وروسته د پاکستان پوځ په بیلابیلو برخو کې ورته مزاحمت شروع کړی او پولیسو یې هم ډیر شمېر غړي او پلویان نیولي دي.
د پي ټي ایم په کوربه توب په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۳ مې پورې ترسره شوه، خیبر کې د پښتنو جرګې د خپل پریکړه لیک په یوه ماده کې ویلي، چې په دوو میاشتو کې دې پاکستاني امنیتي ځواکونه له ټولې پښتونخوا ووځي.
په تیرا کې د زخه‌خیلو پیر میله بازار هغه ځای دی چې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه په کې وي او له نشه‌يي توکو نیولې تر غمیو، غلو دانو او نور ډیر نایابه شیان په کې خرڅیږي.