د ځانګړي استازي ګومارلو کې ځنډ؛ پاکستان د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي

د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي په ګومارلو کې ځنډ ښيي چې اسلام اباد د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې کموي. پاکستان شپږ اونۍ وړاندې د افغانسان لپاره خپل مخکینی ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ، خو لاهم د نوموړي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې باور دي، چې له شته محدودیتونو سره سره دوی د متقاعد ځانګړي استازي له ګومارنې پرته هم د افغانستان اړوند چارې پرمخ وړلی شي.

ورځپاڼه وايي، د نوي ځانګړي استازي په ګومارنه کې د پاکستاني چارواکو زړه نازړه توب له دې امله دی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي.

د سرچینې په باور، په داسې وخت کې چې د سیمې هیوادونه او په افغانستان کې ښکیل اړخونه خپلو اندېښنو ته د ځواب موندنې او نړیوالو لوبغاړو سره د همغږۍ لپاره ځانګړي استازي ټاکي، پاکستان د سپټمبر پر لسمه د طالبانو له حکومت سره د خپلوترینګلو اړیکو په ترڅ کې د ځانګړي استازي، اصف دراني د لرې کولو هيښوونکې پریکړه وکړه.

اصف درانی د ۲۰۲۳ کال په می کې د محمد صادق خان پرځای ټاکل شوی و.

نوموړی په دې بریالی نه شو، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو مثبت اغیز پریباسي.

سرچینه وايي، درانی په کابل کې ډېر محبوب نه و او د خپلې دندې پرمهال یې یوازې څو ځله د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړې وې.

اکسپریس ټربیون وايي، د ځانګړي استازي رول د بې اغیزتوب له امله داسې ښکاري چې اسلام اباد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو لاس پرسر شوی او سملاسي یې خپل ټول سیاست له طالبانو سره د اړیکو پر ټکني کولو او په کوردننه ګواښونو سره مبارزې ته اړولی.

په کابل کې یوې سرچینې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې له نږدې څاري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «په یو شمېر طالبانو کې داسې فکر و چې اصف درانی د پاکستان د لوی درستیز جنرال اصف منیر کس دی او له همدې امله څوک خبرو ته ورسره ډېر نه کښېناستل».

د سرچینې په باور، « ترڅو چې اصف منیر د پاکستان د پوځ لوی درستیز وي، د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې د ښه والي امکانات کم دي».

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پلوی نه دی او د طالبانو له حکومت نه یې په پریکنده ډول غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.