ټي ټي پي خپلو وسله والو ته سپارښتنه کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې غلي پاتې شي

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو وسله والو غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو او په قومي جرګې کې د پرېکړو په اړه غلي پاتې شي او له هغوی سره کار ونه لري.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې له لارې په خپلو ټولو جنګیالو غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو او په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې د پرېکړو په اړه د هغوی په وړاندې کوم ګام وانه خلي او غلي دې پاتې شي.

د پي ټي ایم په کوربه توب په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه د اکتوبر له ۱۱مه تر ۱۳مې پورې ترسره شوه، خیبر کې د پښتنو جرګې د خپل پریکړه لیک په یوه ماده کې ویلي، چې په دوو میاشتو کې دې پاکستاني امنیتي ځواکونه له ټولې پښتونخوا ووځي.

د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې د دغې ډلې ټولو غړو ته سپارښتنه شوې چې تر راتلوونکي وضاحت پورې غلي پاتې شي: «تر هغه وخته پورې دې ټول مجاهدین که هغه جنګیالي وي او یا د ټولنیزو رسنیو فعالان، باید د تحریک تګلاره غوره کړي او خپله ټوله توجه د ظالم، جابر او غاصب پوځ لوريته واړوي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټي ټي پي د تګلارې له مخې د دوی هدف یوازې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دي: «په همدې توګه موږ په ځلونو ویلي چې زموږ هدف یوازې پوځ امنیتي ارګانونه او د هغوی ملاتړي دي او پولیسو ته مو پیغام ورکړی چې تاسو زموږ اصلي هدف نه یاست، لطفاً په دې جګړه کې برخه مه اخلئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ټي ټي پي په خیبر کې د قومي جرګې ترسره کولو پر مهال څلور ورځې اوربند اعلان کړی و او تر هغه وړاندې یې له دغې جرګې خپل ملاتړ هم اعلان کړی و.