د خیبر پښتونخوا په بنو کې زرګونو کسانو د امن پاڅون په نوم لاریون کړی

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې نن دوشنبه زرګونه کسان د بنو بازار لارو او کوڅو ته راوتلي او د سپینو بیرغونو په لیږدولو سره یې د نا امنۍ خلاف او امن غوښتلو شعارونه ورکوي. د پاکستان په پښتنو سیمو کې د امن پاڅونونو لړۍ تېره ورځ پیل شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین دوه ورځې وړاندې له پښتونو غوښتي و، چې په خیبر کې د پښتونو د قومي جرګې د پریکړو سره سم په پښتون مېشتو سیمو کې د نا امنۍ خلاف او د امن غوښتلو غږ پورته کړي او پاڅونونه وکړي.

تېره ورځ هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د امن پاڅون په نوم لاریونونه وشول او زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو.

خو د پاکستان د نورو سیمو برعکس نن په بنو کې د امن پاڅون په لاریون کې زرګونو کسانو ګډون کړی.

ځايي خبریالان وايي، په بنو ولسوالۍ کې ټولې تعلیمي او دولتي ادارې تړلې دي او خلکو په پاڅون کې ګډون کړی دی.

دغه پاڅون وال وايي، د اکټوبر په ۱۱مه په خیبر کې د پښتونو د قومي جرګې د پریکړو ملاتړ کوي او په خپله سیمه کې امن غواړي.

بل پلو د پاکستان حکومت په پرله پسېډول د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو په نیولو لاس پورې کړی دی.

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ ویلي و، چې تردې دمه د یاد یاد غورځنګ شاوخوا ۱۰۰۰غړي د پاکستان د حکومت له لوري نیول شوي او بندیان دي.