د امریکا ټاکنې؛ هرېس خپله ۶۰ مه کلیزه په کلیسا کې نمانځي، ټرمپ له مکډونالډ څخه لیدنه کوي

د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس د یکشنبې په ورځ خپله ۶۰مه کلیزه په جورجیا کې له دوو کلیساو څخه په لیدنې سره نمانځي. د هغې جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ بیا په پېنسلوانیا کې د مکډونالډ رسټورانټ کې کار وکړي او پیرودونکو ته چپس پخوي.

هرېس او ټرمپ، چې په خورا رقابتي ایالتونو کې د ولسمشرۍ په سیالۍ کې سره بوخت دي، په وروستیو ورځو کې یې خپل کمپاینونه ګړندي کړي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر ۵مې ټاکنو ته یوازې ۱۶ ورځې پاتې دي.

هرېس د شنبې په ورځ د مشیګن په ډیټرایټ ښار کې د یو سندرغاړي او په اتلانټا کې د پاپ سندرغاړي په سندرو سره خپل کمپاین ته دوام ورکړ.

هغې د یکشنبې په ورځ د امریکا د موسیقۍ د یو بل ستوري سټیو وانډر په ملتیا په دوو کلیساو کې خپله ۶۰مه کلیزه نمانځي.

د ولسمشر مرستیاله هاریس او پخوانی ۷۸ کلن ولسمشر ټرمپ، په پنسلوانیا، میشیګان او یو شمیر نورو ایالتونو خپل تمرکز ډیر کړی، چیرې چې رای ورکوونکي د ټاکنو د سرنوشت په اړه پریکړه کوي. په دغو ایالتونو کې دواړه ګوندونه قوي ملاتړ لري او په تیر ټاکنو کې یې پایلې سره ډیرې نږدې وې.

هیریس او د هغې مرستیال، د مینیسوټا والي ټیم والز د یکشنبې په ورځ د "نظر پوښتنو ته د قدرت ورکولو" په شعار سره، هڅه وکړه چې رای ورکوونکو د خپل ټیم په لور راجلب کړي.

هاریس ، چې د تورپوستو کلیسا په تعلیماتو لویه شوې او کلیسا کې یې سندرې ویلي، نن یکشنبه به د جورجیا په سټونکریسټ ښار کې د کلیسا په مراسمو کې برخه واخلي او وینا به وکړي.

ټرمپ، د شنبې په ورځ په هاریس باندې د شخصي بریدونو له ډیرولو وروسته، بریټبارټ نیوز ته وویل، چې هغه به د یکشنبې په ورځ په پنسلوانیا کې د مکډونالډ رستورانت کې کار وکړي "یوازې د ساتیرۍ په موخه". د ټرمپ مشاور جیسن میلر وویل، چې ټرمپ به د رستورانت د چپسو پخولو په برخه کې کار وکړي.
هیریس وايي، چې هغې په مکډونالډ کې هغه مهال کار کړی کله یې چې عمر کم و، مګر ټرمپ وايي، چې هغه په دې خبره باور نه کوي.

په امریکا کې په نوي ځوانانو کې دا عامه خبره ده چې د ښوونځي د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کم عمر کې په مکډونالډ رسټورانټونو کې کار وکړي. دغه رسټورانټونه د امریکا په بیلابیلو سیمو کې په ډیر شمیر کې شتون لري.
ټرمپ له ماسپښین وروسته د پنسلوانیا په لنکاسټر سیمه کې یو کمپایني غونډه هم لري.
پخوانی ولسمشر ټرمپ په دې لټه کې دی چې د هغه څه څخه ګټه پورته کړي چې د نظر پوښتنو له مخې د نوموړي دريځ په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.