د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې یې ۲ وسلوال وژلي او ۵ یې له ځانمرګو واسکټونو سره نیولي

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر وايي، پرون یې د بلوچستان په پشين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۵ «خوارج» له وسلو او مهماتو سره نيولي دي او دوه نور وسلوال یې په ژوب کې وژلي دي.

د پوځ د اعلاميې له مخي، په نیول شویو توکو کې درې ځانمرګي واسکټونه، وسلې او چاودېدونکې توکي هم شامل دي.

دغه دفتر نن په خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو پنځو وسله والو پلان درلود، چې « پاکستاني امنيتي ځواکونه او ملکي کسان» په نښه کړي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخي،ې نيول شویو کسانو په ګڼو ترهګريزو بريدونو او پلانونو کې هم لاس درلود.

اعلاميه زياتوي، چې د پنځ شنبې په ورځ هم پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې دوه وسله وال وژلي او وسلې او مهمات يې ترې نيولي دي.