د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د لارو د بندېدو له امله خلکو اعتراضي لاریون کړی

دغه لاریون له هغه وروسته کېږي، چې د سید شاه په نوم یو شپږ کلن ماشوم د دارو درملو د نشتوالي او د لارې بندېدو له امله ساه ورکړه.

په پاړه چنار کې د روغتون مشر میر حسن جان وایي، چې دغه ماشوم دلته د درملو د کموالي له امله د درملنې لپاره پېښور روغتون ته استولی و؛ خو د لارې د بندېدو له امله یې په لاره کې ساه ورکړه.
پخواني وفاقي وزير ساجد توري وویل، چې د کورمې ولسوالۍ خلک نور تر پوزې رسېدلي، په بازارونو کې خوراکي توکي خلاص شوي او په روغتونونو کې د دارو درملو کمی نور خلکو ته د زغملو نه دي.
د کورمې ولسوالۍ مشرانو د دغه تاوتریخوالي د ختمولو لپاره له سیمه‌ییزو پولیس چارواکو غوښتي، چې د لارې د خلاصولو په کار کې دې ژر تر ژره ګام واخلي.
د توري قوم یو مشر سر جلال حسين او تجمل حسين ویلي، چې حکومتي ادارې دې د ښکېلو غاړو جرګه راوغواړي او د دغه حالت د بدلولو لپاره دې عملي کارونه تر سره کړي.
که څه هم چې سیمه‌ییزو چارواکو د تاوتریخوالي په دغې نوې څپه کې د ۱۰۰ تنه ښکېلو کسانو د نیولو خبره کړې؛ خو لا هم سیمه نا امنه ده او ګڼ خلک کډه کولو ته اړ شوي دي.
سیمه‌ییز خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په سیمه کې حالات ډېر ترینګلي دي، ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې او د کورمې ولسوالۍ خلک څه په پېښور او څه په نورو ځایونو کې ایسار پاتې دي.
ښاغلی افضال دا رنګه وایي، هغه مساپر چې له عربي هېوادونو د خپلو کورنیو لېدو ته راغلي دا مهال په پېښور کې اېسار پاتې دي او هغوی چې په کورمې ولسوالۍ کې دي بېرته عربي هېوادنو ته نه شي تللای.
د سیمه‌ییزو پولیسو مشر جاوید الله محسود رسنیو ته ویلي، د دوی هلې ځلې روانې دي چې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ روغه وکړي او ټولې تړلې لارې خلاصې کړي؛ خو په وینا یې چې تر اوسه پورې په دې کار نه دي توانیدلي.
دا مهال د کورمې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې بندې دي، مخابراتي شبکې هم په سمه توګه کار نه کوي او خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.