ټي ټي پي یحیا سنوار ته د 'زمري' خطاب کړی او د غزې خلکو ته یې د هغه د 'شهادت' مبارکي ورکړې

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) یحیا سنوار ته د 'زمري' خطاب' کړی او د غزې خلکو ته یې د هغه د 'شهادت' مبارکي ورکړې ده. ټي ټي پي سنوار د اسلام 'ستر ملاتړی' او د 'حماس روح' وباله او وې ویل، چې هغه خپل ټول ژوند د اسلام د مقدساتو د دفاع لپاره وقف کړی و.

تحریک طالبان پاکستان د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «یحیا سنوار په سیاسي او نظامي ډګرونو کې خپله زړورتیا ښودلې ده، چې بیلګه یې پر بزدله دښمن د اکټوبر ۷مې برید دی.»

ټي ټي پي د سنوار کورنې او خپلوانو ته د هغه د مرګ د تسلیت په وړاندې کولو لیکلي: «بالاخره سنوار په شپیته کلنۍ کې د شهادت له جذبې سره ډک له دښمن سره په مخامخ مقابله کې شهادت ترلاسه کړ. موږ ټول مسلمان امت په ځانګړې توګه د غزې خلکو ته د اسلام د دغه زمري د شهادت مبارکي وړاندې کوو.»

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په يوه خبرپاڼه کې تاييد کړه، چې سنوار د غزې تړانګې په سویل کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.