اسلام اباد کې د سورلۍ موټر دننه د ګاز ډبې چاودنې له امله درې مساپر مړه او دوه تپيان شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد پر موټروې سړک د سورلۍ په یوه موټر کې د ګاز ډبې چادونې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي.

ويل کیږي، په دغه ګاډي کې مړه شوي کسان د چاودنې پر مهال مرګونې او وروسته د اور لمبو سوځولي دي.
د موټروې د پوليسو یوه وياند ویلي، د سورلۍ په دغه ګاډي کې لومړی د ګاز ډبه چاودلې او بیا ټول موټر اور اخیستی چې له امله یې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې.
هغه ویلي، د وژل شویو او ټپیانو جسدونه ور څېرمه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د موټروې پولیسو ویلي، چې دوی ډېر ژر د دغې پېښې سیمې ته د مرستې لپاره ور رسیدلي خو وايي د اور لمبو په ډیر کم وخت دغه ګاډی لو لپه کړی.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د موټرو دننه د ګاز ډبو د چاودنې پېښې شوې چې له امله یې تل خلکو ته زیانونه اوښتي.