رویټرز: ښایي ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې هر ډول ماتې وننګوي

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو دریځونو او څرګندونو له مخې که د نومبر د پنځمې نیټې ټاکنې ونه ګټي؛ نو ښایي اعلان وکړي، چې په دې بهیر کې درغلۍ شوې او دی به یې پایلې ونه مني.

ټرمپ چې څلور کاله وړاندې جوبایډن ته د خپلې ماتې له اعلانولو وروسته یې د ټاکنو پایلې ونه منلې، د سپټمبر په میاشت کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل:« که زه یې وبایلم، زه دا وایم ځکه چې دوی ممکن دا کار وکړي. ځکه چې دوی درغلي کوي. دا یواځینۍ لار ده چې موږ به یې بایلو، ځکه چې دوی درغلي کوي.»

رویټرز دې ته په اشارې سره چې امریکا اوس په ژوره توګه وېشل شوې ده لیکلي، چې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس د بریا له نه منلو د ټرمپ انکار کولای شي متحده ایالات په سیاسي بې ثباتۍ کې واچوي.

د ۲۰۲۰ کال د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته هغه او متحدینو یې هڅه وکړه، چې د لسګونو قضیو له لارې پایلې باطلې کړي؛ خو بالاخره د رایو په شمېر کې د بدلون او یا د پایلو د اعلان په ځنډ کې پاتې راغلل.

په هغه وخت کې ټرمپ د ټاکنو له چارواکو او د جورجیا ایالت له مسوولینو سره مستقیم تماس نیولی و، چې د ټاکنو د بیا شمېرلو لپاره فشار راوړي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، چې د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر او د سنا د مشر مایک پنس مخه ونیسي، چې د بایډن بریا اعلانولو مخنیوی وکړي.