پاکستاني چارواکو د تورخم - پېښور لویې لارې د بشپړې پرانستلو اعلان وکړ

په پاکستان کې ځايي چارواکو ویلي، د تورخم - پېښور لویه لاره چې د کوکي خېل قوم د پرلت له امله د ۶۵ ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن په بشپړ ډول خلاصه شوه.

دغه لویه لار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد د بې ځایه شویو خلکو له اعتراضونو وروسته تړل شوې وه.

چارواکو ویلي، لویه لار د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور او مظاهره چیانو تر منځ له "بریالیو خبرو" وروسته پرانیستل شوه.

له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته د کوکي خیل قوم یو شمېر مشرانو په ویډیويي پیغامونو کې ویلي، چې حکومت ورسره ژمنه کړې، چې مذاکرات به کوي.

دوی ویلي، چې ګنډاپور ډاډ ورکړی چې د بې ځایه شویو د راستنیدو او له هغوی سره د مرستو د رسولو پروګرام به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د جمرود مرستیال کمېشنر ثناءالله ويلي دي چي لويه لاره اوس په مکمله توګه د ترافيکو پرمخ خلاصه ده۔

دا لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې سوداګریز توکي پرې وړل کیږي.

له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د لاريونونو له امله د دغې لويې لارې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه کړې وه.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې په تیراه کې پراخ عملیات وکړل او ویې ویل، چې په دغه سیمه کې د حکومت مخالف وسله واله مېشت دي.

د دې عملیاتو په نتیجه کې ګڼ شمېر ځايي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه وضعيت په خلاف په بګیړي سيمه کې بې کوره شويو خلکو د پيښور لويه لار د ۶۵ ورځو لپاره بنده کړې وه.

شاوخوا لس ورځې وړاندې پوځ ویلي وو، چې د دې سیمې شاوخوا ۴۶ زره مربع متره سیمه یې د وسله والو له وجوده پاکه کړې ده؛ خو یو شمېر اعتراض کوونکو ویلي چې لا هم خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه لري.