یونېسف: پر افغان نجونو د زده‌کړو بندیز په کم عمر کې د هغوی د ودولو لامل شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د څو نجونو له قوله لیکلي چې، د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شوي چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کیږدي.

یونیسف وايي، د طالبانو بندیزونو په افغانستان کې جنسیتي نابرابرۍ لا زیاتې کړې.

دغه سازمان په خپل یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې نجونې په خپل ورځني ژوند کې له سترو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ د ډېرو برخو برعکس دوی له خپلو حقونو محرومې دي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل وویل، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي.»

۱۷ کلنه بي بي ګله د هغو زرگونو نجونو له ډلې یوه ده چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو تر بندیز وروسته په کم عمر کې واده کولو ته اړه شوې.

هغې له زده‌کړو د پاتې کېدو په اړه یونېسف ته ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړه کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی.»

بي بي ګل زیاته کړې: «که څه هم زما میړه له ما څخه په عمر کې ډیر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زده کړو بې برخې وم، کنه ما دغه واده نه مانه.»

دغه ۱۷ کلنه ناوې اوس یو څلور میاشتنی ماشوم لري او وايي، چې د «ښوونځیو له تړلو وروسته یې بله لاره نه لرله ځکه یې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډیره ځوریږم.»
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري دریم او څلورم ودونه او د کم عمر لرونکو نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.
د یونېسف د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوې دي.