پاکستان او ترکمنستان پر ټاپي پروژه خبرې وکړې

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د شانګهای سرمشریزې په څنډه کې د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا خبرې کړې دي.

ترکمن رسنیو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی، چې دواړو اړخونو د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګاز نل لیکې د غځولو په تړاو د دوه اړخیزو سندونو پر وروستي کولو ټینګار کړی.
په دې ناسته کې پر سیاسي، ډپلوماتیکو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو او د دوه اړخیزو او نړۍوالو همکاریو پروژو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
د ترکمنستان پلاوی د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه کې د ګډون لپاره له تېرو دوو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دی.