د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند: په تورخم کې نیول شوې وسلې په طالبانو پورې اړه نه لري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تورخم کې نیول شوې وسلې د دې ډلې په حکومت پورې اړه نه لري. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو وسلې خوندي دي او په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.

هغه په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د دوی کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه ونیسي.
هغه وايي، ممکن دغسې وسلې په تور بازار کې وپیرل او نورو هېوادونو ته قاچاق شي.
په تورخم کې د پاکستان ګمرکي چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې یوه اندازه وسلې یې دغه هېواد ته د قاچاق پر مهال ضبط کړې دي.
يوې پاکستانۍ ورځپاڼې نیوز انټرنشنل د تورخم ګمرګ د رییس محمد عمرجان له خولې لیکلي، چې دغه وسلې یې د ډبرو سکرو د یوه لېږدوونکي موټر د ور اوښتو په تړاو د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته نیولې دي.
د دغو وسلو بیه چې بریدګرې تومانچې، شپه لید وسایل او د پرمختللو وسلو په زرګونو مرمۍ پکې شاملې دي، ۱۲۶ زره امریکايي ډالره اټکل شوې ده.
یوې امریکایي رسنۍ میډیا انلاین په خپل رپوټ کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکي باورمن دي، چې ټاکل شوې وه دغه وسلې پاکستاني جنګیالیو ډلو او تحریک طالبان پاکستان ته وسپارل شي.

دغه وسلې داسې مهال نیول کیږي، چې پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې کوربه دی.