روسیې او پاکستان ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات پیل کړل

د روسیې فدراسیون ځانګړو ځواکونو او پاکستان پوځ ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګه وايي، دغه تمرینونه چې د دروژبا ۷ په نامه یاد شوي، تېره ورځ په پبي سیمه کې د دغه هېواد د ترهګرۍ مخنیوي ملي مرکز کې پیل شوي او دوه اوونۍ به روان وي.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، په دې تمرینونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې دوه اړخیزې تجربې، هوايي مانورې او پوځي مهارتونه تبادله کیږي.

د دې تمریناتو مخکینی پړاو د روسیې د کراسنودار په مولکینو روزنیزه سیمه کې ترسره شوی و، چې د دواړو هېوادونو پوځیانو پکې ګډون کړی و.

پاکستان هممهاله د اکتوبر پر ۱۳مه په عرب سمندرګي کې له متحده ایالاتو سره هم دوه اړخیز پوځي تمرینات کړي دي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو رسنیزې څانګې پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په دې تمرینونو کې د امریکا "یو ایس ایس او کن" او د پاکستان بابر بیړیو ګډون کړی.

دغه تمرینونه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلام اباد نن د روسیې د لومړي وزیر په ګډون د شانګهاي د سرمشریزې کوربه دی.

پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له روسیې او چین سره د اړیکو په برخه کې هممهاله د متحده ایالتونو حساسیتونه په پام کې ونیسي.
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د پخوا په پرتله سړې شوې دي.