په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د ۵ ورځو لپاره د ودونو تالارونو او رسټورانټونو د تړلو امر شوی
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې ترسره کېدو لپاره په اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د روانې میاشتې تر ۱۶مې نیټې پورې په اسلام اباد کې د یو شمېر عامه ځایونو د بندېدو امر شوی.
د پاکستان جیونیوز د اسلام اباد د پولیسو له قوله ویلي، چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې ترسره کېدو د امنیت ټینګښت په موخه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د اکټوبر له ۱۱مې څخه تر ۱۶مې نیټې پورې د ودنو تالارونه، کافو، رسټورانټونو او سنوکر کلبونو د بندولو امر شوی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه د روانې میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې ترسره کېږي.
د راپورنو له مخې، په یاده غونډه کې د چین د لومړي وزیر لي چیانګ په ګډون به د یو شمېر نورو هېوادونو لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.
پولیسو سوداګرو، د هوټلونو او رسټورانټونو مسوولینو ته د یوې خبرتیا په لېږلو خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.
د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې لپاره په اسلام اباد کې سر له اوسه کلک امنیتي چمتوالی نیول شوی او په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې به د اکټوبر میاشتې له ۱۴مې نیټې څخه تر ۱۶مې نیټې پورې ټولې ادارې رخصت وي.