ډنمارک تمدید شوي افغاني پاسپورټونه بې اعتباره اعلان کړل

ډنمارک هېواد تمدید شوي افغاني پاسپورټونه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۸مې وروسته په رسمیت نه پېژني.

د ډنمارکي رسنیو د رپوټ له مخې، هغه افغانان چې تمدید شوي پاسپورټونه لري، باید نوي پاسپورټونه واخلي.
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې په دغه هېواد کې استوګن افغانان د پاسپورټ په درلودو مکلف ګڼلي.
د ډنمارک دولت دغه ګام په دې معنا دی، چې په دغه هېواد کې میشت افغانان باید د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د طالبانو تر څار لاندې یوې ادارې ته مراجعه وکړي.
ویل شوي افغانان یوازې هغه مهال بهرنی پاسپورټ اخستی شي چې ثابته کړي نوي افغاني پاسپورټونه نه شي ترلاسه کولی.
د ډنمارک د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې، که افغان وګړي د نویو پاسپورټونو لپاره افغانستان ته په تګ اړ وي، د کډوالۍ اداره ورسره همغږې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په زمري میاشت کې له اروپا میشتو افغانانو وغوښتل چې د قونسلي خدمتونو لپاره په اروپا کې ددې ډلې استازولیو ته ورشي. دغه وزارت اعلان وکړ، چې دوی یوازې د اسپانیا، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني د میونیخ ښار استازولیو له خوا جاري کېدونکي سندونه او پاسپورټونه مني.