اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج؛ د عمران خان په ضد پنځه نورې مقدمې درج شوې
د اکټوبر په څلورمه د اسلام اباد په ډي چوک کې د تحریک انصاف ګوند د احتجاج په لړ کې د عمران خان په ضد پنځه نورې مقدمې درج کړل شوې دي.
د عمران خان ترڅنګ د خيبرپښتونخوا د سر وزیر علي امين ګنډاپور او د ګلګت بلتستان د پخواني سر وزیر خالد خورشيد پر ضد هم دوه قضیې ثبتې شوې دي.
په ترنول ټانه کې د علي امين ګنډاپور په ګډون د ۳۴ کسانو پر ضد قضیې ثبتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د اسلام اباد په بېلابېلو تاڼو کې د ډي چوک احتجاج اړوند د سلګونو کسانو پر ضد قضیې ثبتې شوې، چې د ډېریو دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر احتجاج وړاندې هم د پاکستان حکومت د اسلام اباد ګڼې لارې او سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو سره تړلي وو او په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د څو ورځو لپاره د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه هم ځنډېدلي وو.