طالبانو یو کس پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی

د طالبانو ادارې ته نږدې سرچینو په ناڅرګندو شرایطو کې د یو شخص اعتراف خپور کړی، چې پکې نوموړی ځان د پاکستان جاسوس معرفي کوي.

د طالبانو له خوا په خپرې شوې ویډیو کې یاد شخص وايي، چې پاکستان پلان درلود چې یو شمېر افغانان د طالبانو د ادارې پر ضد د بغاوت لپاره افغانستان ته واستوي.