د ارغواني شنبو غورځنګ: د طالبانو له خوا تعلیمي بنسټونه په مدرسو بدلول نوي نسل ته ګواښ دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/16e03c905299f34a1878c6f182d8a9ab3ce7bb6d-1183x749.jpg?rect=0,43,1183,665&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په جلا وطنۍ کې د ارغواني شنبو غورځنګ یو شمېر غړې وايي، د طالبانو له خوا فساد، توکمپالنه، بې روزګاري او بېوزلي، تعلیمي بنسټونه په مدرسو بدلول او ټولنه طالباني کول، د دې لامل شوي چې افغانستان د فرهنګي او ټولنيزې تباهۍ سره مخ شي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د حاکمیت پر مهال ټولنه لهیوې تیارې او نا څرګندې راتلونکې سره مخ شوې.
خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د نهیلۍ فضا، له فکري امنیت څخه محرومیت، د رواني ناروغیو زیاتوالی په ځوانانو کې د ځان وژنې کچه د پام وړ ډیره کړې ده.
دغه غورځنګ ویلي، چې په هېواد کې ډیری کورنۍ د طالبانو او داعش په څېر سخت دریځو ډلو سره د یو ځای کیدو له وېرې خپل اولادونه له هیواده بهر د ژغورلو لپاره استوي چې دا حالت د کډوالۍ د بې ساري کړکیچ لامل شوی.
دوی پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې طالبان دې په رسمیت نه پيژني، ځکه چې د دوی په خبره دغه ډله هیڅ ډول نړۍوالو اصولو ته ژمنه نه ده او نړۍوالو ترهګرو ته د ځای ورکولو ترڅنګ ورځ تربلې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د ارغواني شنبو غورځنګ غړي وايي، طالبان دې له تور نوملړ څخه نه ایستل کیږي او نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې د مشروع او ډیموکراټیک حکومت په رامنځته کېدو سره طالبانو فشار واچوي.