پاکستان پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه

د پاکستان فدرالي حکومت وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شويو سازمانونو په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی. د فدرالي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي.

د پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "فدرالي حکومت داسې دلایل لري چې ښیي د پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ داسې کړنو کې ښکیل دی چې ددغه هیواد د سولې او امنیت ضد دي."

د پاکستان فدرالي حکومت وایي، "له همدې امله یې پتېیلې چې د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې پر بنسټ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمانونو په لېست کې شامل کړي او پر فعالیتونو یې بندیز ولګوي".


د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو ملاتړ کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له پښتنو سره په تبعیض، تحمیلي جګړو او ناوړه چلند تورنوي.

پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي جرګې تر نامه لاندې د پښتنو لویه جرګه بللې چې د پښتنو ستونزو ته حل لاره راوباسي، خو حکومت ددې جرګې د جوړولو مخه نیسي.