تحریک طالبان پاکستان په خیبر کې د پښتنو له را روانې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پښتنو له جرګې په ملاتړ سره ویلي: «د پاکستان واکمنو ته وایو، چې دومره ظلم وکړئ، چې بیا یې د زغملو توان ولرئ، ځکه چې د ظلم دا دوران به ژر ختم شي.»

د پېښور امنیتي ادارې له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبر کې د دغې کېدونکي جرګې پر جوړونکو بریدونه کوي، اوښلن ګاز پرې شیندي او د دوی خیمو ته اور ورته کوي.

ټي ټي پي ویلي، چې د هر هغه کس، ډلې او غورځنګ ملاتړ کوي، چې د مظلومانو د حقونو په اړه غږ پورته کوي او عملي ګامونه اخلي.

پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ د (تلې ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د اکټوبر په ۱۱مه په خیبر کې د پښتنو له ترسره کېدونکي لویې قامي جرګې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

د ټي‌ټي‌پي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې پاکستاني طالبان له «هر هغه کس، ډلې او غورځنګ» ملاتړ کوي، چې د مظلومو کسانو د حقونو لپاره غږ پورته کوي او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.

تحریک طالبان پاکستان لیکلي، چې د پاکستان د ظالم ریاست له لوري د پښتونو پر حقونو او طبیعي زیرمو چور او تالان روان دی.

پاکستاني طالبان وايي،‌ چې پر پښتنو د پاکستان د حکومت له لوري، ظلم، د کسانو نادرکه کولو، بمباریو او د پښتنو به سیمو کې پر طبیعي زیرمو ناجایزه ولکې له امله د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه قامي جرګه جوړوي، خو د پاکستان له لوري د پښتنو د حق غوښتنې دغه کلتوري جرګه او غږ پورته کول نا قانونه بلل کیږي او د جرګې پر تنظیمونکو او پښتونو باندې بریدونه کیږي.

پاکستاني طالبانو د پښتنو د لويي قامي جرګې په ملاتړ ویلي: «د پاکستان واکمنو ته وایو، چې دومره ظلم وکړئ، چې بیا یې د زغملو توان ولرئ، ځکه چې د ظلم دا دوران به مو ژر ختم شي»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د اکټوبر په ۱۱مه د ترسره کېدونکې جرګې د مخنیوي لپاره پوره هڅې کوي او په تېرو څو ورځو کې یې د یادې جرګې لسګونه تنظیمونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نیولي او په خیبر کې د جرګې خیمې ویجاړې کړې دي.