د هواپوهنې اداره: ۱۴ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د تلې په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) په ۱۴ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، غور او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه د پېښو په وړاندې د طالبانو د چمتوالي ادارې ویاند (د تلې په ۱۱مه نېټه) ویلی و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
جانان سایق زياتوي، د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.