چین د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې د منځني ختیځ کړکېچ کم کړي
چین د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې په منځني ختیځ کې د وضعیت د لا کړکېچن کېدو د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو کانګ د چهارشنبې په ورځ د امنيت شورا د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د اسراییل او لبنان د شخړې په اړه د تاوتريخوالي د درولو لپاره بايد روښانه او بنسټیزې غوښتنې وشي.
هغه ویلي، چې د امنيت شورا د نړۍوالې سولې او امنيت د ساتلو اصلي مسووليت په غاړه لري.
هغه زیاته کړه، چې ټولې ښکېلې خواوې بايد سياسي او ډيپلوماتيکو حل لارو ته راستنې شي.