قطر: هغه څه چې په سیمه کې روان دي "ډلهییزه وژنه" ده
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ویلي، هغه څه چې په سیمه کې روان دي "ډلهییزه وژنه" ده. هغه د اسراییل د "معافیت" په اړه خبرداری ورکړی، چې غزه به "په داسې ځای بدله کړي چې اوسېدل به په کې ناشوني" وي.
نوموړي د اسیا د همکاریو په سرمشریزه کې ویلي، د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره کلیدي موضوع ده.
هغه زیاته کړه:« موږ پر لبنان د اسراییل د تېري د مخنیوي لپاره د اوربند د جدي هڅو غوښتنه کوو.»
له بل پلوه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې د تهران پر وړاندې د اسراییل د نورو اقداماتو په وړاندې به سخت غبرګون وښيي.