په پاکستان کې تازه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې
په پاکستان کې د پولیو تازه دوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۲۸ ته لوړ شو.
په دغو دوو پېښو کې یوه یې د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې په یوه ۳۶ میاشتنۍ ماشومې او بله پېښه بیا د خېبرپښتونخوا په ټانک کې په یوه اووه میاشتنۍ ماشومې کې لیدل شوې ده.
همدا تېره ورځ هم په پاکستان کې د پولیو دوه نوې پېښې راپور شوې وې.
د پولیو دغه پېښې د کراچۍ له ختیځ او سجاول څخه راپور شوې وې.
د پولیو د لمنځه وړلو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکارې عایشه رضا فاروق ویلي و:« دا زړه بوږنوونکې خبره ده، چې پاکستاني ماشومان اوس هم د یوې داسې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې په اسانۍ سره د پولیو واکسین په مرسته یې مخه نیول کېدای شي.»
سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۲۸ قضیې راپور شوې، چې له ډلې یې ۱۶ په بلوچستان، اووه یې په سند، درې یې په خیبر پښتونخوا او یوه، یوه پېښه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو پروګرام په روانه مياشت کې د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وڅڅول شول.
خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.