لبنان: حسن نصرالله تر وژل کېدو وړاندې له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې وه

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې د حزب الله مشر حسن نصرالله په بیروت کې د اسراییل په برید کې تر وژل کېدو مخکې له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې وه.

د ترکیې د خبری اژانس د راپور له مخې، د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب وویل چې د لبنان د پارلمان مشر له حزب الله سره خبرې اترې کړې وې او حسن نصر الله په لنډمهاله اوربند هوکړه کړې وه.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«چې د حسن نصرالله له هوکړې وروسته مو د دغه پرمختګ په اړه د امریکا او فرانسې استازو ته خبر ورکړی و.»
د امریکا او فرانسې په ګډون ۱۲ هېوادونو او سازمانونو د ډیپلوماټیک حل لپاره د اسراییل او حزب الله ترمنځ د لنډمهاله اوربند په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې وه.
دغه اعلامیه د سپټمبر په ۲۴مه د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژنې درې ورځې وړاندې خپره شوې وه.