ټي‌ټي‌پي: تېره میاشت مو د پاکستان ۳۲۶ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ټي‌ټي‌پي ادعا کړې، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ۲۶۲ بریدونو له امله ۱۳۷ کسان وژلي او ۱۸۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې دغې ډلې رسنیو ته استولې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویل شوي، چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سویلي پنجاب په صوبو کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه بریدونه لایزري، د خرپ او ترپ، کمیونه (څو)، لاسي بمونه، یرغلیز، ځوابي، هدفي او د توغندویزو بریدونو په بڼو یاد شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو ډېری یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې شوي؛ خو د پنجاب په میانوالې او لاهور کې یوازې د دوو بریدونو ادعا شوې ده.
خبرپاڼې دا رنګه کاږلي، چې د دغو بریدونو له امله یې د پوځ، پولیسو، استخباراتو، اېف سي او امنیتي کمپنیو ادارې اغېزمنې کړې دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې د پوځ او پولیسو د کشفي کمرو، پوځي وسایطو، ډرون کمرو، پوځي ودانیو او نورو پوځي مهماتو د ویجاړېدو خبره هم شوې او دا هم ویل شوي، چې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د دغې ډلې د وسله‌والو لاس ته ورغلي دي.
که څه هم چې تر اوسه د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېره میاشت کې دغو ادارو د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د تر سره شویو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د غبرګون په اړه وخت ناوخت خبرپاڼې هم خپرې کړې دي.
پاکستاني چارواکو تل ویلي، چې د ټي‌ټي‌پي ډلې وسله‌وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.