د اسټرالیا لومړي وزیر پر اسراییل د ایران بریدونه وغندل

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز پر اسراییل د ایران برید "خطرناک زیاتوالی" بللی دی. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، اسټرالیا پر اسراییل د ایران د توغندیو برید غندي.

هغه لیکلي:« دا یو خورا خطرناک تاوتریخوالی دی.»
د هغه په وینا، اسټرالیا او نړۍواله ټولنه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي.
هغه د خپلې لینکې په وروستۍ کرښه کې لیکلي، د دوښمنۍ دومره لوړه کچه ولسي وګړي له ګواښ سره مخامخ کوي.
هغه زیاته کړې:« موږ وضعیت له نږدې څارو او په اسراییل کې مېشتو اسټرالیایانو ته سپارښتنه کوو، چې د ځایي چارواکو لارښوونو ته پام وکړي.»