په دمشق کې د اسراییل په هوايي برید کې درې تنه وژل شوي دي
په برېتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د چارشنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د دمشق په لوېدیځ کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي چې دوه یې بهرنیان دي.
فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا په تېرو دوو ورځو کې د سوریې د پلازمېنې په لوېدیځ کې د مزه په ګاونډ کې دویم برید دی.
د دیدبان د راپور له مخې؛ هغه اپارتمان چې د اسراییل له خوا په نښه شوی و د حزب الله او سپاه پاسداران د مشرانو د تګ راتګ ځای و.
د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د یوې پوځي سرچینې په حواله وویل، چې د چهارشنبې په برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سې شنبې په ورځ هم د اسراییل په هوایي برید کې شپږ کسان ووژل شول، چې درې یې ملکيان او درې یې د اسلامي دولت تر ملاتړ لاندې وسله وال وو، چې یو یې د حزب الله غړی و.