اردن وايي، د ایراني توغندیو ځینې پرزې د دغه هېواد په خاوره کې غورځېدلې دي
د اردن د حکومت یوه ویاند محمد مومني ویلي، چې د دغې پېښې په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د اردن خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مومني ویلي، د دغې پېښې د زیانونو راپور هم ورکړل شوی او چارواکي د وضعیت ارزونه کوي.
مومني ټینګار وکړ، چې د اردن اصلي دنده د دغه هېواد او د اتباعو ساتنه ده.
هغه زیاته کړه، چې اردن به د هیڅ لوري لپاره د جګړې په ډګر بدل نه شي.