د اسراييل پخواني لومړي وزير د ايران د بريدونو په غبرګون کې پر هغه هېواد د بريد غوښتنه وکړه
د اسراییل پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د اسراییل له اوسني حکومته د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې پر هغه هېواد د برید غوښتنه وکړه.
نفتالي بېنېټ په خپله وینا کې وویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره اسراییل د منځني ختیځ د څېرې د بدلولو لپاره ښه فرصت پیدا کړی.
د اسراييل پخواني لومړي وزير وويل، د ايران مشرتابه د شطرنج د غوره لوبغاړو په څېر پر اسراييل په مستقيم ډول په بريد سره ستره تېروتنه کړې.
هغه وایي:« موږ هم بايد د ايران د اټومي پروګرام او د انرژۍ د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره سملاسي اقدام وکړو.»
نفتالي بېنېټ وویل، چې اسراییل باید سمدستي د ایران د بریدونو ځواب ورکړي او د ایران ترهګري له منځه یوسي.
له بل پلوه ايران وایي، چې په دغو بریدونو کې يې د اسراییل څو مهمې پوځي او امنيتي اډې په نښه کړې دي.
د ایران سپاه پاسداران وايي، د اسراییل دغه برید د حماس د مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې غچ و.