ایران پر اسراییل له برید وروسته امریکا ته خبرداری ورکړی، چې له هر ډول لاس وهنې ډډه وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران پر اسراییل د ایران د توغندیو له بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړی چې له لاس وهنې ډډه وکړي.

عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل:« موږ امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړی، چې له دې موضوع څخه شاتګ وکړي او په کې دې له لاس وهنې ډډه وکړي.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، امریکا د ایران له برید وروسته د اسراییل بشپړ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، چې هغه به نن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ایران ته د دغه برید د ځواب په اړه خبرې وکړي.