بایډن وايي، امریکا د ایران له برید وروسته د اسراییل بشپړ ملاتړ کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې متحده ایالات د ایران د بالیسټیک توغندیو له بریدونو وروسته د اسراییل بشپړ ملاتړی دی او د تهران برید یې "ماتېدونکی او بې اغېزې" وباله.

بایډن ویلي، چې دی به اوس د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په دې اړه خبرې وکړي چې ایران ته څه ډول ځواب ورکړي.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:« برید داسې برېښي، چې ماتې خوړلی او بې اغېزې و او دا د اسراییل او امریکا د پوځي وړتیا ثبوت دی.
بایډن وویل، چې د هغه ډله د نتنیاهو سره د دغو بریدونو په ترڅ کې په اړیکه کې وه او هغه به په خپله هم د اسراییل لومړي وزیر سره خبرې وکړي.