منظور پشتین د پښتونخوا پولیسو ته: د پنجابي بادار په خوښه مو پر خپلو پښتنو برید کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په یو ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".

نوموړي په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې په تنظیم کوونکو برید وغنده او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې د جرګې ځای ته ځانونه ورسوي.
منظور پشتین وايي، پولیسو پر هغې خیمې برید کړی، چې د وژل شویو، لادرکه شویو او ځپل شویو پښتنو کورنۍ او د ورته پېښو شاهدان ورته راتلل.
پشتین ژمنه وکړه چې دغه برید او د خیمې سوځول دی له خپلې ارادې نه شي اړولای.
هغه پولیس په پیغوروزمه ژبه مخاطب کړل چې د پښتنو د وینې تویولو پرځای ښه داده چې مزدوري وکړي او ریړۍ وچلوي.
په ورته وخت کې د پي ټي ایم غړي وايي، په خیبر ولسوالۍ کې د قامي جرګې پر تنظیموونکو برید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه شوی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه مکتوب کې، چې د پي ټي ایم غړو خپور کړی، د خیبر پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پي ټي ایم د فعالیتونو پر وړاندې زر او پرېکنده ګام واخلي.


په دغه مکتوب کې پي ټي ایم د حکومت او حکومتي بنسټونو پر وړاندې د کرکې او قومي احساساتو په راپارولو تورن شوی.
په مکتوب کې لیکل شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له قومي او قبیلوي احساساتو ګټه پورته کوي او بېلابېلې رسنۍ او تبلیغاتي توکي کاروي.
مکتوب دا ډل فعالیتونه د عامه امن او حکومتولۍ د اصولو کمزوري کول ګڼلي او د خیبر پښتونخوا حکومت ته پکې سپارښتنه شوې چې یاد غورځنګ ژور و څاري او ددغسې چلند د ډېریدو مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو نیوکې کوي، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه د پښتنو په سیمه کې نیابتي جګړې پرمخ وړي.