لویډ استین: د اسراییل له دفاع وزیر سره مې د ایران د «ظالمانه تېري» په اړه خبرې وکړې

د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین وایي، چې د اسراییل له دفاع وزیر سره یې د ایران له‌خوا د «ظالمانه تېري» په اړه خبرې کړې.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له ښاغلي ګالنټ سره یې د ایران له‌خوا د شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندیو په وړاندې د اسراییل د همغږې دفاع ستاینه وکړه.
هغه ژمنه وکړه، چې اسراییل سره به له نږدې په اړبکه کې پاتې شي.
هغه دا رنګه کاږلي:« زه په اسراییل کې د وحشتناکو او وژونکو ترهګریزو بربدونو له امله اغېزمن شویو کورنیو سره خواخوږي څرګندوم.»