سیمه‌ییز چارواکي: له ۹ ورځو وروسته د خرلڅۍ دروازه د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره خلاصه شوه

د خیبر پښتونخوا د پاړه چنار چارواکي وایي، چې د خرلڅۍ دروازه چې په کورمې ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي له امله تړل شوې وه، له نهو ورځو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

په تېرو نهو ورځو کې د دغې دروازې دواړو غاړو ته په سوداګریزو توکو سلګونه لارۍ اېسارې ولاړې وې؛ خو په سیمه کې چارواکي وایي، چې دغه دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوې ده.
د سپټمبر میاشتې په ۲۱مه کله چې د کورمې ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ جګړه ونښته، له هغې وروسته دغه جګړه نورو سیمو ته هم پراخه شوه چې وروسته بیا د مذهبي او فرقه‌یي جګړې بڼه یې خپله کړه.

د دغې جګړې له پیل سره هم‌مهاله د د کورمې او نورو سیمو تر منځ ټولې غځېدلې لارې وتړل شوې، چې ورسره د خرلڅۍ دروازه هم وتړل شوه.
د دغې دروازې په تړلو سره د دواړو غاړو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.
دا رنګه د دغې جګړې په ترڅ کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو، چې ګڼو ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه.