د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ایران به د اسراییل جنایتونه بې ځوابه پرېنږدي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د اسراییل د پوځ له خوا د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د ایران د سپاه پاسدارانو د یوه قومندان عباس نیلفروشان وژل کېدو ته په اشارې وویل، چې دغه هېواد به د اسراییل جنایتونه به بې ځوابه پرېنږدي.

نوموړي زیاته کړه، چې ایران له لبناني چارواکو سره له نږدې د اسراییل د برید موضوع څېړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «مونږ قوي ولاړ یو او داسې عمل به وکړو چې دوښمن ته د تاسف وړ وي».
نوموړی وایي؛ سره له دې چې ایران د جګړو پلوی نه دی، خو ترې وېره هم نه لري.
د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثي اورپکو پروړاندې د اسراییل د بریدونو زیاتېدو دا اندېښنې زیاتې کړي دي، چې په لبنان او غزه کې جګړې له کنټروله وتلي او د اسراییل اصلي متحد متحده ایالات او ایران به هم په دې جګړو کې ښکېل کړي.